د واشنګټن د یوه پلورنځي مشکوک بریدګر نیول شوی

د انځور حقوق AP
Image caption پولیسو د خلکو منځ کې د مشکوک برید کوونکي انځورونه خپاره کړل چې د نیول کېدو چاره یې اسانه شي.

د امریکا واشنګټن ایالت د برلینګټون ښار پولیس وايي، د خرڅلاو په یوه مرکز کې یې هغه مشکوک ډزې کوونکی نیولی، چې لږترلږه پنځه کسان یې ووژل. د نیول شوي نوم ارکان چتین ښودل شوی چې ویل کېږي ترکیه کې زیږېدلی او ۲۰ کاله عمر لري.

د امریکا واشنګټن ایالت د برلینګټون ښار پولیس وايي، د خرڅلاو په یوه مرکز کې یې هغه مشکوک ډزې کوونکی نیولی، چې لږترلږه پنځه کسان یې ووژل. ویل کېږي ارجان چتین ترکیه کې زیږېدلی خو امریکا کې لوی شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ د واشنګټن برلینګنټون په یوه خرڅلاوځي کې یوه مشکوک کس ډزې وکړې چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول.

له برید وروسته برید کوونکی په تېښته بریالی شوی، خو پولیس یې په لټه کې وو چې بالاخره اوس یې نیولی دی.

تر اوسه ددغه ځوان د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ډزو پرمهال څلور ښځې ووژل شوې، یو سړی سخت ټپي شو چې روغتون کې یې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکه.

پولیسو د خلکو منځ کې د مشکوک برید کوونکي انځورونه خپاره کړل چې د نیول کېدو چاره یې اسانه شي.

تر اوسه ددغه برید انګیزه نه ده په ډاګه شوې.

Image caption پولیسو د مشکوک برید کوونکي هویت او نیول کېدو په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو وايي شاوخوا ۲۰ کلن ځوان دی

برلینګټتون ښار د واشنګټن ایالت مرکز سیاټل شمال ته نژدې یو ساعت لیرې پروت دی.

اېف بي ای وايي، تر اوسه داسې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی، چې ګني دغه برید له ترهګرۍ سره کوم تړاو درلود.

د واشنګټن د ګزمې د برخې ویاند مارک فرانسیس پر خپلې ټویټر پاڼې د مشکوک بریدګر د نیول کېدو خبر تایید کړی دی.

Image caption د واشنګټن سیډرو وولي ښار کې د برید د قربانیانو په درناوي شمونه بل شول

ورته مطالب