'توکمپال ټویټ' پاکستانی ممثل له بریتانیايي ډرامې وشاړه

مارک انور د انځور حقوق
Image caption ای ټي وي وايي، مارک انور به سم لاسي دې ډرامې ته نه راستنېږي

د بریتانیا له یوې مشهورې 'کورونېشن سټریټ' ډرامې نه پاکستانی ممثل مارک انور له دې کبله شړل شوی، چې د هندیانو په اړه یې له توکمپالنې ډک ټویټ پیغامونه خپاره کړي دي.

ای ټي وي وايي، د نوموړي دا ټویټونه توکم ته له 'سپکاوي' ډک وو.

ای ټي وي ویلي، ۴۵ کلن پاکستاني ممثل د ۲۰۱۴ فبرورۍ میاشت کې په یاده ډرامه کې کار پیل کړی، چې اوس یې قرارداد لغوه شوی دی.

د نوموړي پر ټویټر پاڼې له خپرو شویو ټویټونو ښکاري چې ګنې د کشمیر په تړاو یې پر هندیانو لفظي برید کړی دی.

دده په ټویټونو کې هندوانو ته له سپکاوي ډک توري کارول شوي.

+ 'هند به پاکستان ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'

+ هندي کشمیر کې هره وځ نژدې ۵۰ کسان نیول کېږي

د ښاغلي انور له ټویټونو اخیستل شوي انځورونه په لومړي ځل 'سنډې مېرور' ورځپاڼه کې خپاره شول چې بریتانیا کې یې د پاکستاني ممثلینو د فعالیت بندولو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته تر هغه خپرې شوې، چې د هندي پوځ په وینا، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې یو وسله په ډزو ووژل شو.

په 'کورونېشن سټریټ' روانه ډرامه کې انور له څو کلونو راهیسې د یوې داسې مسلمانې څېرې په توګه کار کاوه، چې 'کورونېشن سټریټ' ته څېرمه اوسېده. دا ډرامه هم د همدې کوڅې په نامه شوه.

'ژور ټکان'

ای ټي وايي ''پر ټویټر د مارک انور د سپکاوي ډکو څرګندونو په اړه مو ژور ټکان خوړلی دی.''

د ای ټي وي په خبرپاڼه کې ویل شوي: ''له مارک سره د هغه د څرګندونو پر پایلو وغږېدو، هغه به بېرته ډرامې ته نه راستنېږي.''

د انځور حقوق ITV
Image caption ای ټي وي ویلي، ۴۵ کلن پاکستاني ممثل د ۲۰۱۴ فبرورۍ میاشت کې په یاده ډرامه کې کار پیل کړی، چې اوس یې قرارداد لغوه شوی دی.

ویناپاڼه زیاتوي، د ډرامې په تېرو ثبت شویو برخو کې به د ښاغلي انور رول خپرېږي، خو راتلونکو برخو کې به نه لوبېږي.

+ 'هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'

+ 'پاکستاني هنرمندان دې ۴۸ ساعتونو کې له هنده ووځي'

ورته مطالب