د سامسنګ نوټ ۷ دویم ځلي پلور کې ځنډ راغلی

د انځور حقوق Ariel Gonzalez
Image caption سامسونګ د سپتمبر په دویمه نېټه د نوټ ۷ د پلور درولو تر څنګ وویل، چې دغه ډول موبایلونه به له بازاره ټول کړي

د سویلي کوریا تکنالوژي کمپنۍ سامسنګ وايي، د ګلیکسي نوټ ۷ ځېرک ټیلیفون دویم ځلې پلور یې ځنډولی دی.

دغه شرکت وايي، دوی له نړیوال بازار نه د دغه ماډل ۲۵۰ زره ټیلیفونونو بېرته ټولولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د نوټ سیون بېټریو کې د ستونزې له کبله شرکت له نړیوال بازاره د دغه ماډل ټیلیفونو بېرته ټولولو اعلان کړی و.

د یاد ټیلیفون بېټرۍ د چارج کولو پر مهال یا له هغه وروسته چاودلې وې او له هغه وروسته شرکت اعلان وکړ، چې دغه ماډل ټیلیفونونه به بېرته له بازاره ټول کړي.

روانه میاشت سامسنګ اعلان وکړ، چې د نوټ ۷ د بېټرۍ وړتیا یې ۶۰ سلنې ته پورته کړې ده.

اوس به سویلي کوریا کې دغه ټیلیفون د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸ پورې بازار ته ولېږل شي، خو مشتریان یې کولای شي د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته یې تر لاسه کړي.

سامسنګ د سپتمبر په دویمه نېټه د نوټ ۷ د پلور درولو تر څنګ وویل، چې دغه ډول موبایلونه به له بازاره ټول کړي او د دغه موبایل نه کارولو مشوره یې ورکړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption اکتوبر میاشت کې به له سویلي کوریا وروسته نوټ ۷ اسټرالیا او سنګاپور کې پلور ته وړاندې شي

د سامسنګ دغې پرېکړې اغېز پر ۱۰ نړیوالو بازارونو شوی دی. سویلي کوریا کې وار له مخه ۲۰۰ زره کسانو خپل موبایلونه شرکت ته سپارلي دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې اکتوبر میاشت کې به له سویلي کوریا وروسته نوټ ۷ اسټرالیا او سنګاپور کې پلور ته وړاندې شي.

بریتانیا کې سامسنګ د سپتمبر له ۱۹ وروسته د دغه موبایل بدلولو اعلان کړی او مشتریانو ته یې ویلي، چې اړوند دکانونو ته ورشي.

د نیویارک پوسټ یوه رپوټ کې ویل شوي، چې دا وروستیو کې بروکلین سیمې کې د یوه ماشوم لاس هغه مهال وسوځېد، چې موبایل یې لاس کې وچاودېد.

له هغه وروسته امریکايي چارواکو له هوايي سفر کونکو وغوښتل، چې د الوت پر مهال د سامسنګ د دغه ماډل له چارج کولو او یا چالانولو ډډه وکړي.

ورته مطالب