نرېندرا مودي: اوبه او وینې یو ځای نه شي بهیدای

د انځور حقوق Getty
Image caption وینې او اوبه یو ځای نه شي بهیدای نرېندرا

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل هېواد د کرنې او اوبو اړوند چارواکو سره خبرو کې هوډ څرګند کړی، چې د هند او پاکستان تر منځ د اوبو د وېش هوکړې ' سند طاس ' په اړه به له سره غور وکړي.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې له غونډې وروسته ښاغلي مودي وویل:

'' وینې او اوبه یو ځای نه شي بهیدای.''

دغه هوکړه د هند او پاکستان تر منځ ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوه، چې له مخې د هغو دریو سیندونو پر اوبو د پاکستان حق منل شوی، چې له کشمیره تېریږي.

دغه سیندونه سند، چناب او جهلم نومیږي، چې پاکستان یې ۸۰ سلنه اوبه کارووي.

غونډه کې د هند ملي امنیت سلاکار اجیت کومار ډ‌وول، د بهرنیو چارو سکرتر ایس جي شنکر او د اوبو وزیر هم ګډون درلود.

د ښاغلي مودي دغه څرګندونې داسې اشاره بلل کېږي، چې ښايي له پاکستان سره د اوبو د وېش پر سر هند په راتلونکي کې د اقدام کولو هوډ لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کشمیر په اوړي نومي سیمه کې پر هندي پوځیانو د وسله والو له برید وروسته په هند کې د هغو سیندونو د لوري بدلون غوښتنې ډېرې شوې، چې اوبه یې پاکستان ته بهیږي

یو شمېر ماهرین په دې باور دي، چې هند هغومره اوبه نه کارووي، چې باید ویې کاروي، خو په وینا یې له دې وروسته به هند د اړتیا وړ اوبه کارووي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې هند د اوبو اړوند تولبول نومي پروژې دویم ځلي کار پیل کړی، چې ۲۰۰۷ کال کې یې د پاکستان له اعتراض وروسته پرې کار درولی و.

د هند ' د هندو ' نومي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، هند به تر هغه مهاله له پاکستان سره د ۱۹۶۰ کال دغې هوکړې په اړه خبرې و نه کړي، تر څو چې پاکستان په هند کې د ترهګرۍ سرپرستي نه پریږدي.

د کشمیر په اوړي نومي سیمه کې پر هندي پوځیانو د وسله والو له برید وروسته په هند کې د هغو سیندونو د لوري بدلون غوښتنې ډېرې شوې، چې اوبه یې پاکستان ته بهیږي.

له هغه برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ اړیکي لا پسې ترینګلي شوي دي.

ورته مطالب