سعودي کې د ښځو سرپرست سیستم لغو کولولپاره غوښتنه

د انځور حقوق AZIZA AL YOUSEF
Image caption له دې کبله ویاړم، خو اوس یې په اړه غبرګون ته اړتیا لرم

سعودي عربستان کې ښځې له هېواده بهر د سفر لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري چې اوس یې پر ضد یو بې ساری کمپاین پیل شوی. د شاوخوا ۱۴ زرو ښځو لخوا یو غوښتنلیک حکومت ته سپارل شوي چې په کې د دې سیستم د پای ته رسولو غوښتنه شوې.

سعودي عربستان کې مېرمنې له هېواده بهر د سفر لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري.

دا په یاد هېواد کې د خپل ډول لومړی پراخ کمپاین دی. د دغه کمپاین لپاره د ځانګړي انلاین هشټګ ملاتړ ډېر شوی دی. د دغه غوښتنلیک وړاندې کونکې فعالې عزیزه ال یوسف بي بي سي ته ویلي، چې

د انځور حقوق AZIZA AL YOUSEF
Image caption د دغه غوښتنلیک وړاندې کونکې فعاله عزیزه ال یوسف ده

' له دې کبله ویاړم، خو اوس یې په اړه غبرګون ته اړتیا لرم.'

په سعودي عربستان کې د پاسپورټ اخیستو، واده کولو او یا له هېواده د بهر تلو لپاره ښځې د میړه، ورور یا کوم بل نارینه خپلوان اجازې ته اړتیا لري او که کومه ښځه کونډه وي باید د زوی اجازه تر لاسه کړي.

که څه هم د قانون له مخې یې اړتیا نه شته، خو په ځینو دفترونو کې هم د ښځینه کارکونکو د نارینه خپلوانو اجازه اخیستله کېږي.

دغه راز که یوه ښځه غواړي د کرایي کور کې ژوند وکړي، روغتون کې درملنه تر لاسه کړي یا ډېری مهال د قانوني چارو لپاره هم ښځې د نارینه وو اجازې ته اړتیا لري.

جولای کې د بشري حقونو د څار ادرې ( هیومن رایټس واچ ) له لوري په دې اړه د یوه رپوټ له خپرېدو وروسته پر ټولنیزو ویبپاڼو هغه هشټګ ډېر لاس پر لاس شو، چې په عربي ژبه ورسره لیکل شوي وو:

د انځور حقوق AZIZA AL YOUSEF
Image caption د داسې بنګړیو تصویرونه هم خپاره شوو، چې پرې کښل شوي وو: ' زه خپله د ځان سرپرسته یم'

'' سعودۍ ښځې غواړي د سرپرستي نظام له منځه یووړل شي.''

سعودي عربستان کې په دې اړه یو شمېر ښځو پر ټویټر پیغامونه خپاره کړل او د بدلون غوښتنه یې وکړه. د داسې بنګړیو تصویرونه هم خپاره شوو، چې پرې کښل شوي وو:

'' زه خپله د ځان سرپرسته یم ''

پر نوي غوښتنلیک ګڼو ښځو له خپل نوم سره لاسلیکونه کړي، خو یو شمېر نامعلومو مېرمنو هم دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی.

د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې دغه غوښتنلیک چې د اونۍ پای کې د سعودي عربستان شاهي دفتر ته لېږل شوي پیغامونه ۲۵۰۰ ته رسېدلي، چې په کې د دغه کمپاین ملاتړ کونکي شخصي پیغامونه هم شامل وو.

ورته مطالب