کلېنټن او ټرمپ پر توکمپالنه، ترهګرۍ او دندو بحث وکړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ټاکنو مخکې د دواړو نوماندانو ترمنځ دا مناظره سخته مقابله وه.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د جمهوريپال او ډیموکراټ ګوند نوماندانو په خپله لومړنۍ مناظره کې پر توکمپالنه، ترهګرۍ، د عراق جګړه او دندو تود بحث وکړ.

په نیویارک کې د هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ دا لومړنۍ مناظره ۹۰ دقیقې وه.

جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ وویل، د ناسمو سوداګریزو تړونونو له امله په هېواد کې"د دندو چانس" له منځه ځي.

د هغه ډیموکراټې سیالې هېلري کلېنټن ژمنه وکړه، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې په بریالي کېدلو سره به په هېواد کې د لس میلیونه دندو چانسونه برابر کړي او پانګونه به زیاته کړي.

* د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر دنده پرېښودلې

* ټرمپ او پوتین به پر سوریه ګډ کار سره وکړي

* کلېنټن: ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅولي

په نیویارک ښار کې دا مناظره د تاریخ ډېره لیدل شوې مباحثه بلل کیږي او په ټول کې (سل میلیونه) خلکو په تلوېزیون لیدلې ده.

د څېړنو له مخې له ټاکنو مخکې دا د ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن ترمنځ سخته سیالي وه.

په دا مهال مېرمن کلېنټن پر ټرمپ نیوکه وکړه، چې د خپلې مالیې د سند په هکله له معلوماتو ور کولو ډډه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونالډ ټرمپ د مالیې د معلوماتو ور کولو په هکله پوښتنو ته محتاطانه ځوابونه ور کړل.

د مناظرې پر مهال ښاغلي ټرمپ د مالیې د معلوماتو په هکله هم ځینې پوښتنو ته محتاطانه ځوابونه ور کړل، خو د امریکا د اقتصاد په هکله یې وویل"موږ په یو لوی، غټ او سخت بالون کې ایسار یو"

نوموړي دا هم وویل، که سیاله یې د څېړنو پر مهال ۳۳ زره ړنګ کړل شوي برېښنالیکونه عامه خلکو ته په ډاګه کړي، نو دی به هم د مالیې معلومات خپاره کړي.

هېلري کلېنټن د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په هکله د ډونالډ ټرمپ پر ستاینو هم نیوکه وکړه.

د مناظرې نور مهم ټکي

په مناظره کې جمهوريپال نوماند ټرمپ خپله سیاله هېلري تورنه کړه چې د ولسمشرۍ مناسب فطرت نه لري، خو اغلې کلېنټن وویل، د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې ۱۱۲ هیوادونه لیدلي دي.

ټرمپ وویل، په ا مریکا کې افریقايي توکمه امریکایان د ټوپک د تاوتریخوالي له امله"په دوزخ کې" اوسي.

مېرمن کلېنټن د ټرمپ په دې خبره نیوکه وکړه، چې ګواکې اقلیمي بدلون د چین له امله و.

کلېنټن د اسلامي دولت ډلې په ضد د کمزورې مقابلې او د ایران په هکله د نرم دریځ له امله هم له نیوکې سره مخ شوه.

کلېنټن هم په ټرمپ په دې نیوکه وکړه چې پر مېرمنو یې ډول ډول نومونه"سپۍ، نامنظمې او خوګانې" ایښي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب