د اسراییل پخوانی لومړی وزیر شمون پیریز مړ شو

د انځور حقوق AFP

د اسراییل پخونی لومړی وزیر او د سولې نوبل جایزه ګټونکی شېمون پېرېزد ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.

شېمون پېرېز دوه اونۍ وړاندې فلج شوی و او د سې شنبې په ورځ د هغه د حالت له ناڅاپي خرابېدلو مخکې یې د روغېدلو نښې لیدل شوې وې.

نوموړی دوه ځلې د اسراییل لومړی وزیر او یو ځل هم ولسمشر شو.

د شېمون پېرېز ژوند لیک

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوې تلویزیوني وینا کې وویل شېمون خپل ژوند زموږ ولس او سولې ته وقف کړى و او سترگې يې په راتلونکې کې خښې کړې وې.

لومړي وزیر زیاته کړه، پېرېز د خپلو خلکو د ژغورني لپاره ډير زيات کار وکړ او د خپل ژوند تر پاېه د سولې او د خپلو خلکو د ښې راتلونکې لپاره بوخت و.

* اسراییل له امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېره وسله ترلاسه کوي

* د اسراییلو پارلمان د استازو اېستلو طرحه تصویب کړه

* د شېمون پېرېز ښځه په مصر مینه وه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراییلو لومړي وزیر شېمن یو داسې کس وباله چې د ښې راتلونکې لپاره بوخت و.

د فلسطین د قانون جوړونې شورا یوه غړي مطفی برغوتي بي بي سي ته وویل له بده مرغه د شېمون د اوسلو سولې تړون يوه نا رېښتونې سوله رامنځ ته کړه ځکه عملا په کې فلسطينان تير اېستل شول. دوی يې په يوه ستونزمن حالت کې ښکېل کړل او اسراییلو د کورونو ودانولو لړۍ هم جاري ساتلې وه.

شېمون پېرېز له هغو ګوته په شمېر اسرايلي نسل څخه ګڼل کیږي چې پر ۱۹۴۸ کال د اسراییل د جوړېدولو پر مهال و.

هغه یو ځل دا هم ویل و چې فلسطینیان به د اسراییل"تر ټولو نږدې ګاونډیان دي" او فکر کووم "تر ټولو نږدې ملګري" به یې شي.

شېمون پېرېز د اسراییلو د پټ اټومي پروګرام جوړوونکی هم و او پر ۱۹۹۴ کال یې له فلسطنیانو سره د سولې تړون کې هم مهم رول درلود.

د انځور حقوق Getty
Image caption د فلسطین د قانون جوړونې شورا یو غړی وايي د شېمون د سولې تړون د فسلطینایانو تېر اېستل وو.

په دې دلیل یې د اسراییل له وژل شوي لومړي وزیر اسحاق رابین او فلسطیني مشر یاسر عرفات سره په ګډه د سولې نوبل جایزه وګټله.

پېرېز پر ۱۹۲۳ کال په پولېنډ کې زېږېدلی و.

هغه په ۲۰۰۷ کال کې د اوو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو. له هغه مخکې یې په کابینه کې په مختلفو وزارتونو کې کار کړی و.

هغه د خپل اوږد سیاسي ژوند پیل کې د اسراییل د دفاعي ځواک له جوړېدلو مخکې یهودي ملېشې رامنځ ته کولو لپاره د وسلې اخيستلو مسوولیت درلود.

د انځور حقوق Getty
Image caption شېمون پیریز له اسحاق رابین او یاسر عرفات سره یو ځای د سولې نوبل جایزې د ترلاسه کولو په مهال.

د نوي اسراییلي دولت لپاره له فرانسې د میراج الوتکو د اخیستلو د تړون له امله ډېر وستایل شو.

نوموړی د ژوند تر پایه خپل ناودلتي بنسټ( د سولې لپاره د پېرېز تنظیم) کې بوخت و، چې موخه یې د اسراییلو او فلسطنیانو ترمنځ د ښو اړیکو جوړول و.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې ویلي و "د سولې متبادله لار نشته، د جګړې لپاره کوم لامل نشته"

د انځور حقوق Reuters
Image caption شېمون پېرېز به ویل فلسطنیان د اسراییلو تر ټولو نږدې ګاونډیان دي او یو وخت به یې تر ټولو نږدې دوستان شي.

پېرېز په ۲۰۱۴ کې له ولسمشرۍ متقاعد شو، چې هغه مهال د نړۍ تر ټولو بوډا ولسمشر ګڼل کېده.

اړونده مطالب

ورته مطالب