شېمون پېرېز څوک وو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption یوه مهال نوموړی د یوه داسې حکومت برخه و چې د فلسطین په نیول شوې خاوره، ختیځه غاړه کې یې د یهودانو مېشتېدنه منلې وه.

کله چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې امریکا د اسرايیلو او فلسطین مشران د اوسلو د سولې لومړني تړون ته راټول کړل، شېمون پېرېز په کې له مشهور مرکچیانو و.

که څه هم دغه هوکړه تر ډېره ونه غځېده خو له پېرېز پرته بل هیچا د دې تړون په اړه ډېرې خبرې ونه وکړې.

نوموړي وویل هغه څه چې اوس یې موږ کوو، له یوه تړونه ډېره مانا لري، دا یو انقلاب دی. پرون یوازې خوب و، خو نن پر عمل بدلېږي.

د سولې په تړاو د ښاغلي پېرېز هڅو په ۱۹۹۴ کال کې د سولې نړیواله جایزه وګټله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption شمون پېرېز له اسحاق رابین او یاسر عرفات سره یو ځای د سولې نوبل جایزه ګټلې وه.

دا جایزه داسې چاته ورکول کېده چې په خپل هېواد کې د وګړو په پرتله یې نړیوال شهرت ډېر وه.

شېمون پېرېز په پولیڼد کې زېږدلی او په ۱۹۳۰ لسیزه د ماشومتوب پرمهال اوسني اسراییل ته راغی.

کله چې د اسراییلو بنسټګر ډېوېد بین ګوريېن د اسراییلو نوی دولت جوړ کړ، پېرېز د پردې تر شا پر داسې تړونونو کار کاوه چې اسراییل یې پر پياوړي پوځي ځواک بدل کړ.

له دې سره پېرېز د اسراییلو د اټومي وسلې د پروګرام طرح کونکی شو.

له نوموړي نه د مننې په پار په ډېمونا کې اتومي ریکټور جوړ شوی.

اسراییلو د دفاع وزیر په توګه د ښاغلي پېرېز لاسته راوړنې په ۱۹۷۶ کال کې ولمانځلې.

د یوګندا پر انتېبه هوايي ډګر د هغه زړور برید ځکه ستایل کېږي چې د فلسطینيانو او جرمني وګړو له خوا یې برمته شوي اسرایلیان راخوشې کړل.

بدلون او خنډ

د انځور حقوق AP
Image caption شېمون پېرېز په پولیڼد کې زېږدلی او په ۱۹۳۰ لسیزه د ماشومتوب پرمهال اوسني اسراییل ته راغی.

د وخت په تېرېدو سره، د شېمون پېرېز نظریې هم بدلې شوې.

یوه مهال نوموړی د یوه داسې حکومت برخه و چې د فلسطین په نیول شوې خاوره، ختیځه غاړه کې یې د یهودانو مېشتېدنه منلې وه.

خو همدا د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بلل کېده.

دغه انعطاف هیڅکله داسې نه ښکارېده چې اسراییلو یې تمه لرله. دی تر ډېره تیکنوکرات و او د خپلو ځنیو سیاليو تقاوت شویو جنرالانو نه یې توپیر درلوده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه له خپلې زوکړې له نویمې کلیزې وروسته ولسمشر شو او دا په نړۍ کې د یوه هېواد تر ټولو زوړ ولسمشر بلل کېده.

هیڅکله داسې نه ښکارېده چې په ټاکنو کې به پراخ بری تر لاسه کړي خو دوه ځلې يې ټاکنې وګټلې او د لنډه وخت لپاره لومړی وزیر هم و.

په ۹۰ کلنې کې بله دنده

خو د ښاغلي پېرېز اوږد کاري ژوند یوه وروستۍ دنده هم درلوده.

هغه له خپلې زوکړې له نویمې کلیزې وروسته ولسمشر شو او دا په نړۍ کې د یوه هېواد تر ټولو زوړ ولسمشر بلل کېده.

هغه لا هم د راتلونکې په اړه فکر کاوه. د سولې هیله یې لرله او ټینګار یې دا وه چې سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې هېواد یې همداسې پياوړی پاتې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب