د امریکا نیو جرسي کې اور ګاډی له تم ځای سره ټکر شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له پېښې وروسته د مرستې پراخې چارې پیل شوې

د امریکا په نیو جرسي ایالت کې یو اورګاډی له هوبوکن نومي تم ځای سره ټکر شوی، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او له سلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې اورګاډی د ټکټ اخیستو له ځای سره ولګېد او تم ځای ته د سپرلیو ننوتو تر ځایه ورسېد.

په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د اور ګاډي واګنونو او تم ځای ته سخت زیان اوښتی او دغه راز د تم ځای د بام یوه برخه نړېدلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption زه د تم ځای نیمايي ته رسېدلی وم، چې اورګاډی په خورا چټکۍ تم ځای ته ننوت

له پېښې وروسته د مرستې پراخې چارې پیل شوې او له واګنونو نه د خلکو ایستلو هڅې پیل شوې.

د نیو جرسي ټرانزیټ ویانده جینیفر نیلن وايي، روغتونونو ته د ټپیانو لېږدولو لپاره ۲۰ امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي. بین فییر نومي یوه کس بي بي سي ته ویلي:

د انځور حقوق 640

زه اورګاډي کې نه وم، خو له پېښې سملاسي وروسته هلته ورسېدم، له بامه اوبه څڅېدې او خلکو د اورګاډي له ورسیو ټوپونه وهل. د یو شمېر کسانو له سرونو وینې بهیدې.

یوه بل عیني شاهد مارک کارونا وویل، د تم ځای حالت بوږنونکی و:

زه د تم ځای نيمي ته رسېدلی وم، چې اورګاډی په خورا چټکۍ تم ځای ته ننوت، هېښ شوم، خلکو چیغې وهلې او ما د سر ساتلو لپاره منډه کړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب