یونیسف: د فرانسې جنګل پنډغالي یوازې کډوال ماشومان ولېږدوئ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کاله په جنګل پنډغالي کې زرګونه کډوال اوسېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د بریتانیا له دولته غوښتي چې د فرانسې په کاله ښار کې جنګل پنډغالي کې د یوازې او ملګري نه لرونکو کډوالو ماشومانو د لېږد بهیر ګړندی کړي.

یونیسف ویلي، د جنګل پنډغالي تړلو لپاره د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند تر امر وروسته د هغو ماشومانو د ورکېدو اندېښنه لري چې په یوازې سر په دغه پنډغالي کې اوسېږي.

یونیسف وایي، څو میاشتې وړاندې چې ددې پنډغالي یوه برخه وتړل شوه، هلته مېشت لسګونه کډوال ماشومان تري تم شول.

مرستندویه سازمانونه وایي، په جنګل پنډغالي کې مېشت ۴۰۰ ماشومان بریتانیا ته د ننوتلو په شرایطو برابر دي.

څو ورځې وړاندې ښاغلي اولاند له کاله ښار نه د لیدنې پرمهال وویل، په دغه ښار کې د کډوالو پنډغالي لمن به په "بشپړ او قطعي ډول" ټول شي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، بریتانیا باید د کاله کډوالو کړکېچ په تړاو خپل رول ترسره کړي.

په کاله کې نژدې ۱۰ زره کډوال شته او په جنګل پنډغالي کې ددغو کسانو برخلیک د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو د بحثونو برخه ګرځېدلې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب