د ترکيې کودتا: د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د "ګولن ښوونځي" تړل شوي

Image caption قرغزستان کې ګولن سره تړلیو ښونځیو زده کوونکو ته په قرغزي، انګلیسي او ترکي ژبو زده کړه ورکول کېږي

د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا کې د کاریسما بنګسا په نامه د یوې ممتازه لیسې ښوونځي یوه بااستعداده زده کونکې شیلا وايي "فکر کوم د خواشينۍ وړ او غلطه خبره ده چې هغوی فکر کوي موږ ترهګر یوو، ځکه چې موږ نه یوو."

د تېر جولای تر منځنیو وختونو پورې د هغې اصلي اندېښنه دا وه چې د طب د پوهنځي لپاره ښې نمرې ترلاسه کړي.

خو اوس شیلا او د هغې ټولګيوال د ترکيې له دې تورونو سره مخ دي چې وايي د دوې ښوونځی د یوه ترهګر سازمان سره اړیکي لري.

کاریسما بنګسا ښوونځی د نړۍ د هغو سلګونو ښونځیو څخه دی چې ترکیه غواړي و يې تړي ځکه چې امریکايي میشته ترکي دیني مشرفتح الله ګولن سره تړاو لري.

د انقرې حکومت د ترکيې د وروستۍ ناکامې کودتا پړه پر فتح الله ګولن اچوي. په دغې کودتا کې له ۲۷۰ زیات کسان مړه شول.

او ترکیه استدلال کوي چې دا ښوونځي د ترکيې دولت د کمزوري کولو لپاره د یوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

خو هغه زده کونکي، ښوونکي او والدین چې په یو شمېرهېوادو کې ورسره مرکې شوې وايي چې دوې له شکمنو فعالیتونو سره اړیکي نه لري.

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکيې د کودتا د هڅې په وخت کې چې پړه يې پر فتح الله ګولن اچول شوې د انقرې یو شمېر اوسېدونکو هڅه کوله چې ښار ته د ټانکونو د ورتلو مخه ونیسي.

کاریسما بنګسا د اندونیزیا د نهو ښوونځیو په کتار کې دی چې د انقرې چارواکي وايي باید وتړل شي ځکه ادعا کېږي چې فتح الله ګولن سره اړیکي لري.

پټه شبکه که سستې اړیکي

ترکیه وايي دا ښوونځي د یوې پراخې پټې شبکې یوه برخه ده چې د ګولن غورځنګ ترې د دې لپاره کاراخیستی چې ځانته د واک یوه اډه جوړه کړي او په دولتي موسسو کې نفوذ وکړي.

له جرمني نیولې تر افغانستانه پورې په لسګونو هېوادونو کې د ترکي ښونځیو پر ضد تورونه لګول شوي، چې له امله يې د زرګونو زده کونکو ماشومانو د زده کړې راتلونکې له يوه نامعلوم برخليک سره مخ کړی دی.

د دغو ښوونځیو پلویان وايي د موسسو له یو سست تړاو پرته بل څه نشته چې ګډ ارزښتونه لري او غواړي علمي زده کړې وکړي.

د نړۍ د دريو لویو وچو د لسو هېوادونو خلکو سره د بي بي سي د نړیوالې خپرونې د پراخو مرکو له مخې څرګنده شوې چې دا ښونځي ډېر ګډ اړخونه لري خو په ډېرو بېلابېلو لارو سره خپل کارونه ترسره کوي.

خو ټول د فشار احساس کوي.

د ګولن ښوونځی څه ډول دی؟

د دې ښونځیو لپاره کوم ځانګړی ګډ نوم نشته.

د انځور حقوق AP
Image caption ترکيې د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتنه کړې چې فتح الله ګولن دې چې هلته په جلاوطنۍ کې ژوند کوي بېرته ترکيې ته وسپاري

پاکستان کې دغه ښوونځي د "پاک - ترک لیسو" په نامه، قرغزستان کې د "سیبات" یعنې ټینګښت په نامه او په کینیا کې د "رڼا اکاډميو" په نامه یادېږي.

ډېری دا ښوونځي د ترکي او محلي سوداګرو او سازمازمانونو لخوا په ګډه جوړ شوي، خو په ډېرو هیوادونو لکه اندونیزیا او قرغزستان کې، ترکي شریکان نور په کې مستقیمه ونډه نه لري.

محلي او ترکي شریکان وايي دوې د فتح الله ګولن درناوی کوي، خو کوم رسمي تړاو ورسره نه لري.

یو ترکی عالم بیرام بالچي وايي "د ګولن یو ښوونځی، سوداګریزه موسسه یا یوه ورځپاڼه په عمومي توګه په غیررسمي ډول په همدې نامه یادېږي، ځکه چې د هغو د مدیر یا خاوند له نظره فتح الله ګولن یو روحاني مشر او د الهام سرچینه ده،"

الپ اسلان دوغان، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ګولن سره تړلیو ښونځیو په استازیتوب غږېږي، وايي په دې غورځنګ کې یو زیات شمېر ټولنیزې شبکې شته دي.

"هغه ښونځي چې د دې غورځنګ سره تړلي بلل کېږي د هغو خلکو لخوا پیل شوي چې له دغو شبکوسره تړاو لري."

ښوونځي نظم او ډسپلین ته پام کوي

د فتح الله ګولن پیروان معمولا خپل غورځنګ د چوپړ یا خدمت(Hizmet) په نامه یادوي، او دا ښوونځي ټول یو شان اخلاقي اصول لري.

د کاریسما بنګسا ښوونځي د یو زده کونکي مور، روزي، وايي "ښونکي پر شخصیت جوړولو، اخلاقیاتو او ډسپلین باندي ټینګار کوي."

Image caption د روسيې د کازان د ښار د ترکي تاتار لیسې یو پخوانی زده کونکی، ماکسیم اورازایوف، وايي د ښوونځي ټینګ ډسپلین يې په یاد دی.

د ساینسي علومو زده کړې ته هم ډېر پام کېږي

له نایروبي تر کندهاره پورې، د ښونځیو په وېبپاڼو کې زده کوونکي له ښکلیو یونیفورمونو سره ښيي چې په وسایلو ښه سمبالو ساینسي لابراتوارونو او د کمپیوټر په خونو کې زده کړې کوي.

بختي ګل چې لور يې د قرغزستان په یوه ترکي ښوونځي کې زده کړه کوي وايي "ماشومان هره ورځ د ماسپښین تر ۳ بجو پورې لوست کوی، او وروسته اضافي درسونه، د کلپونو فعالیتونه او کورني کارونه هم لري. د ماښام پر نهو بجو هغوی ټول یو ځای کیني او چای څکي، او پر لسو بجو يې د خوب وخت دی."

د ماکسیم اورازایوف لپاره چې په ۲۰۰۹ کال کې د روسيې په کازان ښار کې له ترکي لیسې فارغ شوی دا تجربه "له عسکري کولو څخه هم سخته وه".

خپله ګولن ته څومره نژدې؟

سرښونکو بي بي سي ته ویلي چې دا ښوونځي د یو رسمي جوړښت یوه برخه نه دي.

د قرغزستان د ۲۱ سیبات ښوونځیو مشر، نورلان خدایبردیوف، وايي دا ښوونځي ټول له فتح الله ګولن سره غیر رسمي تړاو لري ځکه چې جوړول يې د هغه نظریه وه. خو هغه ټینګار کوي چې"نور د هغه لخوا کوم مستقیم اغېز یا مالي مرسته نشته،".

Image caption نورلان خدایبردیوف وايي اوس د قرغزستان ښوونځي له فتح الله ګولن سره کومې مستقیمې اړیکې نه لري.
Image caption بیشکیک کې یوه قرغزۍ زده کونکې زینال هیله منه ده چې له فارغېدو وروسته له هېواده بهر د طب په څانګه کې زده کړه وکړي.

ډېره موده مخکې له دې چې د ترکیې حکومت هڅه وکړي چې دا ښوونځي وتړي، د دې شبکو د بهرنیو اړیکوپه اړه د شکونو له امله نورو هېوادونو خپل اقدامات پیل کړل.

په ۲۰۰۰ کال کې، ازبکستان ګولن سره تړلي ټول ښوونځي چې هلته يې فعالیت کاوه وتړل، او په روسېې کې هم همداسې ګامونه پورته شول، او له پنځوسو ښونځیو چې تر ۲۰۰۸ پورې يې هلته فعالیت کاوه یواځې اووه ښونځي پاتې شول.

اوس د تاتارستان په ترکي ژبې مسلمانې سیمې کې ټول ښوونځي د پوهنې وزارت تر ټینګې څارنې لاندې دي.

ایا دا ښوونځي سکیولر یا مذهبي دي؟

دا ښوونځي ځانونه سکیولر بولي، د زغم او د مذهبونو تر منځ د خبرو اترو پلوي کوي. د کازان اوسېدونکی ماکسیم اورازایوف وايي "ما په ښوونځي کې د خپلو پنځو کلونو په ترڅ کې یو ځل هم قران یا انجیل نه دی لیدلی،"

خو په روسيې او نورو ځایونو کې پر ښونځیو تورلګېدلی چې له تعلیمي نصاب نه بهر د دیني زده کړو پټې ډلې لري.

د پخواني شوروي پخواني هېوادونه له دولتي کنټرول نه بهر د دیني فعالیتونو په اړه ژور بدګومانۍ لري.

تاتارستان کې یو پخواني ښوونکي د "پټو غونډو" خبره رد کړه خو بي بي سي ته يې وویل که زده کونکي وغواړي له خپلو ښونکو سره یو ځای لمونځ کولای شي او د دیني مسلو په هکله له هغوی سره غږېدای شي.

په کینیا کې، پخوانیو زده کونکو او ښوونکو راته د فتح الله ګولن کتابونه وښودل چې ورته ورکړل شوي وو.

په قزاقستان کې، ۱۵ کلنې زده کونکې زینال وویل کله کله زده کونکوته د اسلام په اړه ویډیوګانې ښودل کېږي.

خو د هغې مور، بختیګل، وویل دا کومه ستونزه نه ده.’’ما حتی د هغوی د کتابتون کتابونه وکتل چې وګورم آیا د ګولن یا کوم شکمن کتاب په کې شته که نه، خو هلته داسې شیان نه وو."

د ګولن ښوونځي څرنګه خپاره شول

د ګولن سره تړلي ښونځي د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې په ترکيه کې موجود وو او یواځې په تېرو ۲۰ کلونو کې يې نړیواله بڼه ومونده.

دا پراختیا هغه وخت رامنځته شوه چې فتح الله ګولن، رجب طیب اردوګان ته وار په وار نږدې شو، چې اسلامپالی ګوند يې د ۲۰۰۲ کال په ټاکنو کې بریالی شو.

Image caption د ترکېې حکومت د ګولن د ښونځیو ملاتړ کاوه: دلته د ترکیې پخواني ولسمشر عبدالله ګل په ۲۰۰۹ کې په نایروبي کې د رڼا اکاډمي د پرانیستلوپه مراسموکې ګډون کړی

د ترکي ژبې په زده کولو او د ترکي کلتور په تبلیغولو سره د دغو ښونځیو په مرسته په پخواني شوروي اتحاد، لیرې ختیځ او افریقا کې د ترکيې دریځ اونفوذ پیاوړی شو.

په ۲۰۰۱کې ترکيې په افریقا کې ۶.۲ ملیارډه ډالره پانګونه وکړه.

سومالیا د ترکيې د مرستو او پانګونو یوه بېلګه شوه، ګولن سره تړلیو ۳ ښوونځیو کې د څه باندې ۱۰۰۰ تنو ماشومانو روزنه پالنه کېده.

فرصتونه او اړیکي

سره د دې چې ښوونځي فیس لري او د ممتازو کسانو ماشومان په کې درس وايي، بېوزلو کورنیو ته وړیا سکالرشپونه هم ورکوي.

پاکستان کې یو پر څلورمه برخه ماشومان د وړیا سکالرشپ له لارې شامل شوي، افغانستان کې دا شمېره ۳۰ سلنې ته نژدې ده.

د ښې پوهنې روزنې تر څنګ، د ښونځیو تر منځ د سیالۍ فرصتونه چې د "اولمپیادونو" په نامه یادېږي هم شته.

د جاکارتا د یوه ښوونځي په یوه لیکلي شعار کې د ګرجستان د کیمیا په سیالۍ کې د زده کوونکو د بریالیتوب ستاینه کوي

د کابل یو شمېر تکړه زده کوونکو په یوګندا کې د ریاضي او ترکي ژبې په سیالیو کې برخه واخیسته، او د موګادیشو ماشومانو په قزاقستان کې خپل مهارتونه و ازمایل.

دا ښونځي وايي د دغو سیالیو په مرسته د نړیوالو ملګرو یوه شبکه جوړوي.

خو ترکیه استدلال کوي چې په دې توګه هغه غورځنګ چې د ترکيې د وژونکې کودتا په هڅه کې يې لاس درلود غواړي په پراخه نړۍ کې ځانته نوي غړي راجلب کړي.

کومو هېوادونو د ښونځیو د تړلو په اړه د ترکيې غوښتنې منلې دي؟

د سومالیا درې ښوونځي ټول یو ځای تړل شوې دي او د ترکي ژبې ښوونکي بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. دا ښوونځي اوس تر نوي مدیریت لاندې بیا پرانیستل شوي دي، ښوونکې يې سومالیایان دي او لګښت يې د ترکيې سفارت ورکوي.

Image caption د جاکارتا د ښوونځي نجل شیلا غواړي د طب پوهنځي کې شامله شي

په آزربایجان کې، ګولن سره تړلی د قفقاز معتبره پوهنتون، اوس د حکومت تر واک لاندې نوي مدیریت تر ادارې لاندې دی.

خو په اندونیزیا کې، د پوهنې وزیر د کاریسما بنګسا ښوونځي ته ورغی او پرېکړه يې وکړه چې د ښوونځي د ادارې له چارو راضي دی او ويې ویل چې له ترهګرۍ سره د تړاو درلودلو ادعاګانې "رښتیا نه دي"په قزاقستان کې، ولسمشر الماز بیک اتمبایوف ټینګار وکړ چې دا ښوونځي "د لوړ کیفیت روزنې موسسې دي او ورته اړتیا لرو"

د کینیا او نایجریا چارواکو هم د ترکيې د فشار پر وړاندې مقاومت وکړپه پاکستان کې ۲۳ تنه ترکي ښوونکي له کاره ایستل شوي. د پوهنې وزیر محمد بالغ الرحمان وویل که ترکیه د دې ښوونکو په اړه شک لري، نو پاکستان به "ښايي ونشي کولای هغوی ته د کار د دوام اجازه ورکړي"

په زرګونو ماشومان او کورنۍ يې اندېښمنې دي، او د ګولن په ښونځیو کې د ډېرو راتلونکی ناروښانه دی.

اسلام آباد کې د پاک – ترک ښوونځي یو زده کونکی موسا خان وايي "ما دلته ۱۱ کاله تېر کړي. دا زما د ژوند تر ټولو ښه وخت و. دا ځای مې ډېرخوښېږي."

یوه اندونیزیايي زده کونکې سلوا وايی "که ترکيه په رښتیا کومه ستونزه لري، موږ دې په کې نه ګډوي. موږ دلته یواځې د زده کړې او خپلو هیلو پوره کولو لپاره راغلي یوو."