کولمبیا کې رای اچوونکو له فارک سره د سولې تړون رد کړ

ولسمشر خوان مانوېل سانټوس ''زه د کولمبیا د ټیکاو راوستلو ضامن یم'' د انځور حقوق
Image caption ولسمشر خوان مانوېل سانټوس ''زه د کولمبیا د ټیکاو راوستلو ضامن یم''

په کولمبیا کې رای اچوونکو له کیڼ اړخو فارک یاغیانو سره د سولې د وروستي هوکړه لیک د ۵۰٫۲۴ منفي رایو په اچولو سره رد کړی دی.

څو اونۍ وړاندې د کولمبیا ولسمشر خوان مانوېل سانټوس او تیمولیون جیمه نز له کابو ۴ کلنو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

خو ددغه تړون عملي کېدو ته د کولمبیايي رای اچوونکو د تایید اړتیا وه.

Image caption له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې کولمبیا کې کورنۍ جګړه روانه ده

فارک یاغیان له ۵۲ کلنې کورنۍ جګړې وروسته پر ځمکه د وسلو اېښودل ومنل او په سیاسي بهیر کې ورګډېدو ته یې غاړه کېښوده.

ښاغلي سانټوس وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ددې جګړې د پای ته رسولو لپاره له سولې پرته بله لاره نه شته.

له فارک یاغیانو سره په جګړه کې نژدې ۲۶۰ زره کسان وژل شوي دي.

Image caption فارک یاغیانو وړاندې پر ځمکه د وسلو اېښودو هوکړه کړې ده
Image caption ځینو خلکو د رای اچونې د پایلو له ډاګیزه کېدو سره خوشحالۍ وکړې

د رایو پایلې ښيي، چې نژدې ۵۰٫۲ سلنه رایې اچوونکو د هوکړې پر خلاف رایې ورکړې او ۴۹٫۸ په سلو کې مثبتې رایې کارولې دي.

دا رایې او د سولې د تړون ردول د ولسمشر سانټوس لپاره یو ډول دروند ګوزار دی. سانټوس له ۲۰۱۰ کال راهیسې د جګړې ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.

د جګړو له کبله نژدې اته میلیونه وګړي بې ځایه شوي دي.

بي بي سي کې د امریکا د چارو خبریال لیوناردو روشا وايي، د کولمبیا ولسمشر اوسمهال د هېواد په تاریخ کې له ډېره کړاوه ډک پړاو سره مخامخ شوی دی.

له فارک یاغیانو سره د کولمبیا د سولې تړون په ۲۹۷ پاڼو کې جوړ شوی، چې د کولمبیا په ټولنه کې یې ګڼ درزونه رامنځ ته کړي دي.

ګڼ وګړي فارک یاغیانو ته په سپکه سترګه ګوري، امریکا کې هم دا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

د سولې د تړون ګڼ مخالفان شکایت کوي، ډېری هغه بندي شوي یاغیان به وبښل شي چې د میلیونونو وګړو د مرګ او بې ځایه کېدو لامل دي.

دولت هڅه کوي دا ډول اندېښنې د ټولپوښتنې له لارې له منځه یوسي.

Image caption د رایو پایلې د تمې خلاف ډېرې نژدې وې او ډېرو کولمبیایانو ټکان خوړلی دی

اړونده مطالب

ورته مطالب