سوریه کې د 'فتح الشام' جبهې وتلی قومندان 'وژل' شوی

Image caption ځینې 'جهادي' سرچینې وايي، المصري د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې افغانستان کې د القاعدې یو مهم غړی و.

رپوټونه وايي، له ترکیې سره پر پوله بې پیلوټه څارګرې الوتکې د 'فتح الشام' جبهې یو وتلی قومندان ابو الفرج المصري په نښه کړی او وژلی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

ابو الفرج المصري د سوریې شمال لوېدیځ ادلب ولایت جسرالشغور ته څېرمه په موټر کې په نښه شوی دی.

د ۶۰ کلن المصري اصلي نوم احمد سلامة مبروک دی، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مخکیني دویم مهم مشر ایمن الظواهري له نژدې ملګرو و.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي، سوریه کې یې د القاعدې شبکې یو وتلی غړی په نښه کړی دی.

ځینې 'جهادي' سرچینې وايي، المصري د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې افغانستان کې د القاعدې یو مهم غړی و.

المصري د مصر د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ پرمهال له زندانه تر خوشي کېدا وروسته، سوریې ته ددې لپاره تللی و، چې له 'نصرت جبهې' سره یوځای شي.

وروسته تر هغه چې له القاعدې شبکې سره تړلې نصرت جبهې خپل نوم 'فتح الشام' ته واړاوه، المصري په یوه وېډیو کې راښکاره شو او له القاعدې سره یې خپل پرېکون اعلان کړ.

ځینې جهادي سرچینې وايي، المصري په مصر کې څو کاله بندي و، ځکه چې هلته د بریدونو په سمبالوو او د بنسټپالو ډلو په فعالیتونو تورن شوی و.

Image caption د ۶۰ کلن المصري اصلي نوم احمد سلامة مبروک دی، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مخکیني دویم مهم مشر ایمن الظواهري له نژدې ملګرو و.

وروسته تر هغه چې د امریکا په مشرۍ د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې پرضد نړیوال ایتلاف بریدونه پیل کړل، په بریدونو کې د نصرت جبهې لسګونه پخواني غړي هم په نښه شول.

تېره میاشت د ابو هاجر الحمصي په نامه د فتح الشام د پوځي څانګې یو قومندان، چې په ابو عمر سراقب مشهور و، د حلب ولایت په یوه کلیواله سیمه کې په نښه شو.

ورته مطالب