د لیبیا سمندر ته څېرمه '۶۰۰۰ کډوال ژغورل شوي'

د انځور حقوق aptn
Image caption د کډوالۍ د نړیوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې سږ کال اروپا ته تر ۱۳۲ زرو ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي.

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي، د لیبیا سمندرغاړو سیمو کې یې د پراخو عملیاتو په لړ کې په یوه ورځ تر ۶۰۰۰ ډېر هغه کډوال ژغورلي، چې اروپا ته یې ځانونه رسول غوښتل.

دغه کډوال د لیبیا له ساحلي برخو په څه باندې څلوېښتو کوچنیو بېړیو کې د اروپا په تکل روان شوي وو.

اروپا ته د اوښتو پرمهال یوه کډوال ساه هم ورکړې ده، خو نور ژول کډوال د درملنې لپاره وړل شوي.

د کډوالۍ د نړیوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې سږ کال اروپا ته تر ۱۳۲ زرو ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي.

د ایټالیا ساحلي ځواکونه وايي، په ژغورل شویو کې ۲۰۰ ماشومان دي.

ویل کېږي چې ګڼ ماشومان له مور او پلار یا سرپرست پرته اروپا ته روان شوي وو.

د ایټالیا ساحل ته څېرمه درې کاله وړاندې لږترلږه ۳۶۶ کډوال ډوب شول.

ډېری داسې کډوال د انسانانو د قاچاق کوونکو له خوا وړل کېږي، خو دوی ته نه ویل کېږي چې د دغه مرګوني سفر پرمهال به دوی د "مرګ بېړیو" کې سپرېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب