اسونه کولای شي له موږ سره "خبرې وکړي"

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption تراوسه داسې فکر کېده چې یواځې انسان او ځینې بيزوګان لکه ګوریلا، چمپنزي، اورانګوتان، ګیبون او همدا راز ډولفینونه کولای شي د انسان په څېر د یوې علامې په ښودلو سره خپل مقصد وښيي

د یوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې اسونه له هغو حیواناتو څخه دي چې ځینو علامو ته په اشارې کولو سره انسانانو ته خپله موخه یا مقصد څرګندولای شي.

پوهانو وکولای شول اسونو ته د انعام په توګه د ګازرو په ورکولو سره هغوی داسې وروزي چې که هر وخت يې بړستنې ته اړتیا درلوده خپله پوزه پر یوې صفحې باندې ووهي.

د دې څېړنې پايلې وښوده چې د بړستن لپاره د اسونو غوښتنه، د هوا د سوړوالي سره تړلې وه اوهغوی هسې په تصادفي ډول بړستن نه غوښته.

تراوسه داسې فکر کېده چې یواځې انسان او ځینې بيزوګان لکه ګوریلا، چمپنزي، اورانګوتان، ګیبون او همدا راز ډولفینونه کولای شي د انسان په څېر د یوې علامې په ښودلو سره خپل مقصد وښيي.

خو هغه څېړنه چې ډاکټر سیسیلي مګدل او همکارانو يې د ناروې د حیواناتو په یوې طبي موسسې کې کړي ده د دې لپاره وه چې له اسونو څخه د دې پوښتنې لپاره یوه لاره پیداکړي: "ایا غواړې چې یوه بړستڼ دې پر شا واچوو؟"

هغه بي بي سي ته وویل باور لري هغه څيړنه چې د ده له څارنې لاندې ترسره شوې د اسونو د پېژندنې وړتیاوو او د هغوی د فکرکولو څرنګوالي په اړه د بشر پوهه زیاته کړې.

"موږ معمولا اسونه ډېر هوښیار نه بولو خو دغې څېړنې وښوده چې که له هغوی سره د اړیکو نیولو لپاره یوه مناسبه لاره غوره کړو، هغوی به وکولای شي د خپل نظر او عقیدې په اړه موږ پوه کړي او ان زموږ په شان انتخاب وکړي.

د اروپا د شمال او سکاندیناوي هېوادونو کې په ټوله شپه ورځ کې د اسونو پرشا د بړستن غوړول رواج دي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د اروپا د شمال او سکاندیناوي هېوادونو کې په ټوله شپه ورځ کې د اسونو پرشا د بړستن غوړول رواج دي.

هغه څېړنه چې د څېړونکو دغې ډلې په ناروې کې ترسره کړې ده په داسې ډول وه چې هغوی لومړی د بېلابېلو نژادونو ۲۳ اسونه د روزنې لپاره غوره کړل.

• په لومړي پړاو کې پوهانو اسونو ته زده کړه چې خپله پوزه پر یوې صفحې باندې چې د طویلې د دیوال ترڅنګ نصب شوې وه ووهي

• وروسته اسونو زده کړه چې د راز راز علامو تر منځ توپیرباندې وپوهېږي. علامې: بړستن غواړم(افقي لیکه)، بړستن نه غواړم(عمودي لیکه)، هېڅ یو(تش)

• په درېیم پړاو کې اسونو ته زده کړه ورکړل شوه چې دغه درې علامې او هغه کار چې له هغو وروسته يې باید وکړي وپېژني

• د دوو اوونیو دغې روزنیزې دورې په پای کې اسونو زده کړل چې څرنګه د صفحې پر مخ علامو باندې د خپلې پوزې په وهلو سره خپل ساتونکی انسان وپوهوي چې "هوا ډېره سړه شوې ده بړستن راباندې واچوه" او یا "هوا توده شوه بړستن مې له شا لیرې کړه"

څېړونکي وايی، اسونو چې د دوو اوونیو روزنې په ترڅ کې يې هره ورځ ۱۰-۱۵ دقیقې زده کړه کوله په بارانې ورځو کې يې بړستن غوښتله، خو کله چې به لمر وو او هوابه ښه وه، بړستن يې نه غوښتله.

څېړونکي وايي دا ښيي چې اسونو د خپلې اړتیا او غوښتنې له مخې بړستن غوښتله نه د خپل ساتونکي انسان د پرېکړې له مخې.

دغو څېړونکو ویلي هیله من دي چې نورڅېړونکي او د حیوانات د کړو وړو پېژندونکي په دې هکله نورې څېړنې وکړي او له اسونو نورې پوښتنې هم وکړي.

هغوی هیله څرګنده کړې چې د اسونو شخصي څښتن هم د دې څېړنو له پايلو په ګټې اخیستلو سره وکولای شي له خپلو اسونو سره اړیکي جوړ کړي.