پاکستان "ناموسي وژنو" سره د سخت چلند قانون تصویب کړ

د انځور حقوق AFP

د پاکستان پارلمان د اسلامپالو له مخالفت سره سره د "ناموسي" وژنو او د جنسي تېري په مقابل کې د سخت چلند لپاره نوی قانون تصویب کړ.

دا دواړه لایحې په پارلمان کې د تر ټولو لوی مخالف یا اپوزیسیون ګوند( پاکستان خلکو ګوند) غړي او سناتور فرحت الله بابر وړاندې کړې وې.

د دې مصوبې له مخې، ان که د وژل شوې مېرمنې کورنۍ هم وژونکی وبښي، بیا هم وژونکي په عمري بند محکومیږي.

د پاکستان پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ تر څلور ساعته بحث او د قانون د اصلاحیه متمم له ارځولو وروسته د رایو په اتفاق دا قانون تصویب کړ.

* ګواښ او ځور چې پاکستانۍ مېرمنې ور سره مخ دي

* پاکستانۍ ماډله قندیل بلوڅ "خپل ورور وژلې"

په دې مصوبه کې د جنسي تېري سزا هم سخته شوې او که قرباني یې ماشوم یا هم معلولیت لرونکی وي، نو مجرم ته عمري بند یا د اعدام سزا په پام کې نیول کیږي.

د جنسي تېري په دوسیو کې د ډي اېن اې ازموینه هم ضروري بلل شوې او پر دې سربېره به د دې پېښې د قربانې هویت هم نه په ډاګه کیږي.

د جنسي تېري د قضیو په هکله دا هم ویل شوي چې د دې دوسیو پرېکړه به په ۹۰ ورځو کې کیږی.

دا دواړه مسودې له تېرو دوو کلونو راهیسې ځنډول کېدې، ځکه په واکمن ایتلاف کې شاملو څو ډلو یې د ځنډولو هڅه کوله.

د ښځو د حقونو فعالانو له کلونو راهیسې د دې مصوبې د منلو لپاره هڅې کولې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د پارلمان نوي قانون د مېرمنو د حقونو او مدني فعالانې خوشاله کړې دي.

مدني فعاله عایشه سروري له فرانس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: "دا په سمه لار ګام دی"

نوې مصوبه په ورته مهال د وژنې "ناموسيتوب" قاضي ته سپاري

هر کال په پاکستان کې په سلګونو "ناموسي" وژنې کیږي چې ډېری قربانیان یې مېرمنې وي.

* پاکستان کې د پت په نوم جرمونه ډېر شوي

* بریتانیا کې نیمه برخه ښځې کارځی کې له جنسي ځور سره مخ دي

د پاکستان د انساني حقونو کمېسون وايي، په ۲۰۱۵ کال کې له زرو ډېرې ښځې د هغه څه له امله چې کورنیو ته یې سپکاوی بلل کیږي، د خپلوانو له خوا وژل شوې دي.

د پاکستان د پارلمان دا ګام په دغه هیواد کې د یو شمېر هغو جنجالي وژنو له امله دی، چې پراخ غبرګونونه او نیوکې یې راپورته کړې.

د روان کال په جولای کې قندیل بلوڅ چې په خواله رسنیو کې د پاکستان "کیم کارداشیان" پېژندل کېدله، د خپل ورور په لاس ووژل شوه.

د انځور حقوق qandeelbaloch
Image caption د قندیل بلوڅ له وژنې وروسته په پاکستان کې د ناموسي وژنو په خلاف مبارزه زیاته شوه.

اړونده مطالب

ورته مطالب