د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر ته ور کړل شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption کیڼ اړخ ته د کولمبیا ولسمشر او ښي لوري ته د فارک ډلې مشر د سولې تړون د لاسلیکولو پرمهال.

د ۲۰۱۶ کال د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سنتوس ته ور کړل شوه، چې په دې وروستیو کې یې له فارک ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی.

د کولمبیا د حکومت او فارک ترمنځ له څلورو کلونو خبرو وروسته د تېر سپټمبر په وروستیو کې د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې د سولې تړون لاسلیک شو.

په دغه تړون سره په کولمبیا کې د نیمې پېړۍ جګړه پای ته ورسېدله.

خو د دغه تړون د تایید لپاره ټولپوښتنې ته اړتیا وه، اما د روانې میاشتې پر دریمه په کولمبیا کې رای اچوونکو ل د ۵۰٫۲۴ منفي رایو په اچولو سره دا تړون رد کړی دی.

له فارک یاغیانو سره د کولمبیا د سولې تړون په ۲۹۷ پاڼو کې جوړ شوی، چې د کولمبیا په ټولنه کې یې ګڼ درزونه رامنځ ته کړي دي.

ګڼ وګړي فارک یاغیانو ته په سپکه سترګه ګوري، امریکا کې هم دا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

د سولې د تړون ګڼ مخالفان شکایت کوي، ډېری هغه بندي شوي یاغیان به وبښل شي چې د میلیونونو وګړو د مرګ او بې ځایه کېدو لامل دي.

* د کولمبیا د حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ تاریخي اوربند

د سولې د نوبل جایزې ګټونکی د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۷ د ناروې په پلازمنېه اسلو کې اعلان شو.

سږ کال د سولې نوبل جایزې د ۲۲۸ کسانو او ۱۴۸ ادارو او بنسټونو په ګډون ۳۷۶ نوماندان درلودل.

له دې مخکې د ایران او شپږو قدرتونو اټومي خبرو کې ډيپلوماټان، د کولمبیا د سولې تړون مرکچیان او د نادیا مراد په نوم ایزدۍ مېرمن داسې کسان بلل کېدل چې دا جایزه به وګټي.

د سولې نوبل جایزې لګښت د ډینامیټ د مخترع الفرډ نوبل د موقوفه عوایدو ور کول کیږي. تېر کال د دې جایزې مالي ارزښت ۸ میلون سوېډني کرونه و، چې له ۹۷۰ زرو ډالرو سره برابر دي.

له ۱۹۰۱ کال راهیسې د سولې نوبل جایزه ور کول کیږي او تراوسه ۹۶ کسانو ته ور کړل شوې ده.

د انځور حقوق
Image caption د کولمبیا ولسمشر د سولې تړون په هکله له ټولپوښتنې وروسته وینا کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب