ډاکټرانو له ۱۸ کلن هلک ۲۰ سانتي متره اوږده لکۍ پرې کړه

د هند په ناګپور ښار کې ډاکټرانو د یوه اتلس کلن هلک د ملا تير له لاندنۍ برخې راوتلې ۲۰ سانتي متره اوږده "لکۍ" د عملیاتو په مټ د هغه له بدن پرې کړه.

د اتلس کلن ځلموټي په ملا دا لکۍ د هغه له ۱۴ کلیزې وروسته را پیدا شوې وه.

د هند په ناګپور ښار کې دغه هلک او د هغه کورنۍ په لومړیو کې دا خبره پټوله، ځکه وېرېدل چې که خلک پوه شي، نو په دې ځلموټي به ملنډې وهي.

خو کله چې دا لکۍ له اندازې ډېره لویه او پکې هډوکي پیدا کېدل پیل شول، نو دوی ډاکټر ته د تللو پرېکړه وکړه.

* د دوو میندو او یو پلار زوی طبي انقلاب وبلل شو

* ۹ کلنې ماشومې ځنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟

* د سایبیریا ځنګلونو کې لا درکه شوی ماشوم وموندل شو

دا ډېره هیښوونکې پېښه او د یو انسان په بدن کې پیدا شوې تر ټولو لویه "لکۍ" بلل شوې ده.

د هلک مور له نوموښودنې پرته وايي "کله چې لکۍ بهر ته را وتل پیل کړل، نو دا یوه ستونزه شوه".

هغې زیاته کړه "هر ځل به یې چې زوی جامې بدلولې لکۍ به یې نوره هم اوږده شوې وه."

د دغه ځلموټي مور وايي: "ما دا محسوسه کړه چي دا مسله زما د بچي لپاره ځوروونکې او ربړوونکې ده، ځکه مې روغتون ته بوتلو".

ډاکټران وايي، ممکن د مور په ځېلان(رحم) کې د دې اتلس کلن هلک د ملا تیر د خپرېدلو په نتیجه کې دا "لکۍ" جوړه شوې وي، خو له زېږون وروسته او د ودې په مهال څرګنده شوه.

ډاکټر پرامود ګري وايي "کله چي لکۍ ډېره اوږده شوه، د ځلموټي پر ملا فشار زیات شو".

د هغه په خبره: "دا په ظاهري او اروايي ډول د دغه هلک لپاره اندېښمنوونکې وه."

دغه ډاکټر وايي، په عملیاتو سره له بدن د "لکۍ" بېلول ډېره ستونزمنه خبره نه ده، ځینې وخت داسې "لکۍ" هغه مهال جوړېږي، چې د ملا هډوکی اوار وي.

له دې عملیاتو وروسته دا هلک څو ورځې په روغتون کې بستر و او بیا کور ته لاړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب