BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:03 گرينويچ 2009 ,23 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د مايکل جکسن لاس ماغو په ٣٥٠ زره ډالروپلورل شو
 

 
 
مايکل جسکن
مايکل جکسن خپل دا لاس ماغو د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٣ د مشهورې سندرې (مون واک) ويلو پرمهال په لاس کړی و .

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوري مايکل جکسن يو ''اوبدل شوی'' لاس ماغو د تېرې شنبې په ورځ په نيويارک کې په ٣٥٠ زره ډالرو وپلورل شو .

مايکل جکسن خپل دا لاس ماغو د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٣ کال د هغه د مشهورې سندرې (مون واک) ويلو پرمهال په لاس کړی و .

پر دې سربېره د مايکل جکسن ٧٠ نور شخصي توکي هم په ډېره لوړه بيه پلورل شوي .

د نوموړي هغه کورتۍ چې ١٩٨٩ کال کې يې د Bad سندريز البوم خپراوي پرمهال اغوستې وه په ٢٢٥ زره ډالره او خولۍ يې په ٢٢ زره ډالرو وپلورل شوې .

د نوموړي شخصي توکو ته د تېرې شنبې په ورځ په نيويارک ښار کې يو کوچنی نندارتون او د خرڅلاو ځای جوړ شوی و، چې ګڼ شمېر مينه وال يې نندارې ته ورغلي ول .

د ده د شخصي توکو وړاندې کوونکی دارين جولين وايي د ده تر ټولو ارزښتناکه شخصي توکی همدا لاس ماغو و، چې د (سپوږمۍ پر سر کدم وهل) سندرې پرمهال يې په لاس کړی و .

هافمن ما- د لاس ماغو اخيستونکی
د مايکل جکسن دا لاس ماغو د هانګ کانګ يوه سوداګر (هافمن ما) راونيوه، چې ټاکل شوې ده، چې د چين ماکاو ټاپو په يوه هوټل کې به يې نندارې ته وړاندې کړي .

نوموړی وايي ده تمه نه درلوده، چې دا لاس ماغو به په دومره قيمته خرڅ کړای شي .

جوليان وايي د جکسن شخصي توکو بيې د الوېس برېسلي او مارلين مونرو د شخصي توکو تر بيو ډېرې لوړې وې .

د مايکل جکسن دا لاس ماغو د هانګ کانګ يوه سوداګر (هافمن ما) راونيوه، چې ټاکل شوې ده، د چين ماکاو ټاپو په يوه هوټل کې به يې نندارې ته وړاندې کړي .

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوری مايکل جکسن د تېرې جون مياشتې پر ٢٥مه د پنجشنبې په ورځ د پنځوسو کلونو په عمر د امريکاد متحده ايالتونو کليفورنيا په لاس انجلس کې ومړ .

د ګينز په نوم د نړيوالو ريکارډونو د کتاب د راپور له مخې د مايکل جکسن د ټريلر البوم چې په ١٩٨٢ کې بازار ته راووت ٦٥ ميليونه کاپي وپلورل شو چې په نړۍ کې د موسيقي تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم بلل کېږي .

مايکل جکسن د مايکل جوزف، پاريس مايکل کاترين او پرېنس مايکل دويم په نوم درې اولادونه درلودل .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د مايکل جکسن انځوريز رپوټ
27 جون, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت