BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:48 گرينويچ 2010 ,14 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
تايلنډ کې د حکومت پرضد لاريون وشو
 
لاريون کوونکي
د لاريون سنبالوونکو ژمنه کړې، چې خپل سوله ييز لاريون به پرمخ وړي ، خو که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاسونه پورې کړي .
د ټايلند په پلازمېنه بنکاک کې په لسګونو زره خلک د حکومت ضد لاریون لپاره راټول شوي دي .

دغه خلک په ټايلند کې د ټاکنو د نوي پړاو ترسره کېدو غوښتنه کوي .

لاريون کوونکو ويلي چې که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي، نو د خپلو لاريونونو لړۍ به وغځوي .

خو د ټايلند حکومت وایي چې قصد نه لري د لاريون کوونکو غوښتنو ته ځواب ووایي .

د پوځ او پوليسو شاوخوا 40000 ځواکونه د امنيت خوندي کولو په ځانګړي ډول حکومتي ودانيو او هوټلونو ته څېرمه ځای په ځای شوي دي .

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي ډېر شمېر لاريون کوونکي د پخواني لومړي وزير تاکسين شين واترا پلويان دي، چې په 2006 کال د پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه ليرې کړل شو .

ټولو لاريون کوونکو سره کميسونه اغوستي، چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د تايلنډ له يو شمالي کليوالې سيمې، چې د ښاغلي شين واترا ټاټوبی دی، پلازمېنې ته مخه کړې ده .

د لاريون سنبالوونکو ژمنه کړې، چې خپل سوله ييز لاريون به پرمخ وړي ، خو که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاسونه پورې کړي .

مظاهره کوونکي وايي چې لومړی وزير ابهيسيت ويجاجيوا په نامشروعه طريقه د پوځي موسسې او هغو کسانو په لاس واک ته رسېدلی، چې په بنکاک کې اوسېږي .

د حکومتي ودانيو په شاوخوا کې امنيتي کسان ځای پرځای شوي او پوځي ته يې لانور صلاحيتونه ورکړي چې ګرځبنديز لانور پسې سخت کړي او که اړتيا وي د خلکو ګڼه ګوڼه تيت پرک کړي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت